برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشريزو ټاکنو د چمتوالي لپاره غږ

آریانانیوز: د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په برخه کې له هلو ځلو سره جوخت د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر چمتوالي ټینګار کوي.



خلیلزاد وایي چې د سولې لپاره هلې ځلې کوو، خو ټاکنو لپاره هم بايد چمتو والى ونیول شي.

نوموړي په ټویټر کې لیکلي: «افغانان تر هر څه وړاندې سوله غواړي، خو د سولې غوښتنه د دوی د باور وړ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتوالي مخنیوی نه کوي. د ټاکنو پلان باید مخ پر وړاندې لاړ شي لکه څرنګه مونږ د هغې سولې لپاره هلې ځلې کوو چې چې افغانان يې مستحق دي.»
نوموړی همدارنګه وایي چې، د دوى لومړيتوب د سولې داسې يو بهير دى چې په ترڅ کېد افغانستان ستونزې ته سیاسي حل لاره پیدا شي او په وینا یې سوله د امریکا لومړیتوب دی.
نوموړي وویل: «په افغانستان کې سوله د امریکا لومړیتوب دی، افغان ترهر څه وړاندې سوله غواړي.»
لدې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز هم کابل ته د خپل سفر پرمهال د ولسمشریزو ټاکنو په ترسراوی او روڼوالي ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي