برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

جنګېدلو کاناډايي عسکرو ځان وژنو ته مخه کړې

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په کاناډايي فوځ پورې د تړلو ادارو وروستۍ څېړنې ښيې چې؛ هغه کاناډايي عسکر چې د افغانستان له جګړې ستانه شوي ډېرو یې ځان وژنې ته مخه کړې.



د غه څېړنه چې دکاناډايي فوځ د روغتیايي برخې د راپور په اساس چمتو شوې څرګندوي چې؛ د افغانستان په جګړه کې پاتې شوي نارینه عسکرو په فوځ کې د ځان وژنې ریکارډ جوړ کړی.
د یاد راپور په اساس؛ په افغانستان کې د اوږدې جګړې په مهال کاناډا ۱۵۸ عسکر له لاسه ورکړي خو له ۲۰۱۰ میلادي کال راپدېخوا له افغانستان څخه راستنو شویو ۱۵۵ عسکرو ځان وژنه کړې چې تر دې دمه په فوځ کې د ځانوژنې تر ټولو ستره کچه ښيي.
له یادو عسکرو څخه ډېرو یې په عامه ځایونو کې ځانونه وژلي او ځینو نورو یې بیا په خپل ژوند سربېره د کورنۍ د غړو او یا عامو کاناډایو ژوند هم اخستی.
یاده دې وي چې؛ کاناډا یوازېنی هیواد نه دی چې له افغانستان څخه ورستانه شوي عسکر یې ځان وژنه کوی تر دې وړاندې په امریکايي فوځ او له هغه وروسته په برتانوي عسکرو کې د رواني ناروغیو او ځان وژنې راپورونه هم ورکول شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي