برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنبشیانو د کابل – مزار لاره تړلې

د اقینې بندر له تړلو وروسته د کابل – مزار لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.


د نظا الدین قیصاري په ملاتړ کې د جنبش ګوند او جمعیت اسلامي د لاریونونو لړۍ تر سمنګانه ورسېده او په دې ولایت کې يې د کابل – مزار لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.
دغه لاره چې شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، تر نامعلومې نېټې پورې تړل شوې ده.
لاریون کوونکو له دولته غوښتي چې د دوی نیول شوی پوپکوال دې ور خوشي کړي، کنه هلته به دولتي فعالیتونه په ټپه ودروي.
د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج هم مني چې لاریون کوونکو د کابل – مزرا لاره تړلې ده او زیاتوي حکومت لا هم د دوی غوښتنې نه دي منلې.
هغه وايي د دوی لاریونونه پنځمې ورځې ته اوږه شوې او حکومت لا هم د قیصاري د خلاصون په اړه څه نه دي ورته ويلي.
د جنبش ځايي ټوپکوال نظام الدین قیصاري چې په فاریاب کې د دوستم استازی، د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر و، تېره اوونۍ د حکومت له لوری ونیول شو او کابل ته راوړل شو.
د جنبش ویاند وايي چې لاره یوازې د ناروغانو او ناروغ لرونکو پر مخ خلاصه کړې، خو دولتي نقلیه وسایط او تجارتي موټرو ته پرې اجازه نه ورکول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي