برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جرمني په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ عسکرو ته پورته کوي

د جرمني پارلمان د حکومت هغه وړاندیز تایید کړ چې غواړي افغانستان ته اضافي ځواکونه ولیږي او شمېر یې د ۹۸۰ عسکرو څخه ۱۳۰۰ ته پورته کړي.



د جرمني د پارلمان غړو په اکثریت سره د حکومت پرېکړه تایید کړه چې غواړي په افغانستان کې د ناټو د بشپړي همکاري په عملیاتو کې د ځواکونو شمېر ۱۳۰۰ ته پورته کړي او وخت یې ورته تمدید کړي.
د رواني میاشتې په لومړیو ورځو کې د جرمني حکومت کابینې په افغانستان، مالي او عراق کې د خپلو پوځونو د پاته کېدو وړاندیز تایید کړی وو او وروستی پرېکړه یې پارلمان ته راجع کړې وه.
په افریقايي هیواد «مالي» کې هم جرمني ۱۰۰۰ امنیت ساتونکي پوځ لري چې د نوي تایید وروسته به ۱۰۰ نور هم ور اضافه کیږي، او همداسي په عراق کې به د امریکا په مشرۍ د ایتلاف برخه پاتې کیږي.
درې ځله په افغانستان کې دنده ترسره کوونکي کاناډايي عسکر ځان او میرمن ووژله

د تیرې پنجشنبې په ورځ د کاناډا د سپرینګ هیل ښار په یوه کور کې د یوه نارینه او ښځې جسدونه په سوځېدلي حالت کې وموندل شول.
د پولیسو د تحقیقاتو او راپورونه وروسته څرګنده شوه چې وژل شوی کس ۴۲ کلن «مارک ج پولین» دی، چا چې په افغانستان کې درې ځله دنده تر سره کړې.
د نوموړي په اړه ویل کیږي چې دوه ځله یې په کندهار کې پوځي دنده تر سره کړې او یو ځل په کابل کې پاتې شوی. په افغانستان کې د دندې پر مهال یې خپل نیژدې ملګری له لاسه ورکړی چې له امله یې په عصبي تکلیف اخته وو.
پولیسو ویلي چې دوی ته په یوه کور کې د اور لګېدني خبر ورکړل شوی وو خو کله چې د پيښې ځای ته ورسیده، یو نارینه او یوه ښځه تر سوځېدلو وروسته وژل شوي وه. پولیسو شک څرګند کړی چې نوموړی لومړی خپله میرمن وژلې او بیا یې کور ته له ځانه سره اور ورکړی.
که څه هم کاناډا د افغانستان څخه خپل پوځونه د کال ۲۰۱۴ په مارچ میاشت کې وایستل، خو د کاناډايي رسمي سرچینو او رسنیو د راپورونو سره سم په افغانستان کې د دندې تر سره کوونکو پوځیانو څخه یې
لس سلنه په عصبي ناروغیو اخته شوي دي او تر تداوي لاندي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي