برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تر اوسه ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوي دي

د نفوسو د احوالو د ثبتولو ریاست وايي، تر اوسه پورې ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوې دي.


د دې دارې مشر همایون محتاط نن یوې خبرې ناستې ته وویل، چې پورته شمېر تذکرې له دوو کلونو راهیسې اخیستل شوې دي.
هغه وايي دغه تذکرې له دوی سره ثبت شوې نه دي، بلکې د دوی له دفاترو د باندې اخیستل کېږي.
محتاط په داسې حال کې د جعلي تذکرو شمېره په ډاګه کوي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې له پیله د ملي شورا غړو د جعلي تذکرو د وېش خبره څو ځلې تکرار کړه.
محتاط دا هم وویل، هغوی چې په اصلي تذکره د سټېکر لګولو ته زړه ښه نه کوي، کولی شي مثنی تذکره ترلاسه کړي او سټېکر پرې ولګوي.
د تذکرو د وېش ادارې دغه مشر په داسې حال کې د سلګونو جعلي تذکرو د وېش موده دوه کاله ښيي، چې پر اداره يې د ټاکنو لپاره د جعلي تذکرو تور دی.
ټاکل شوې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي