برخه -څانګه : afghanistan, economic, fun -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکیه سږ کال د اسپانیا د زعفرانو پر ځای د افغانستان زعفران پیري

آریانانیوز: په افغانستان کې د ترکیې د مرستو د انسجام ادارې ( ټیکا) د کرهنې او اوبو لګولو له وزیر سره په هرات کې ویلي چې، تر کیه په کال کې ۳۰۰ ټنو زعفرانو ته اړتیا لري د دغې اړتیا یوه برخه به افغانستان پوره کوي، نو له دې امله ترکیه د افغانستان د زعفرانو لپاره په یوښه او مهم بازار بدلیدونکې ده.
د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد دراني د خپل سفرپه لړ کې ویلي چې په هرات کې د زعفرانو تولید، څه باندې ۱۵ټنو ته رسیدلی حال دا چې دغه رقم په تېرو کلونو کې اوه ټنو ته رسېده.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان د کال ۱۰ زره او ۶۰۰ مټریکه ټنه د زعفرانو تار او وچ پودر تولیدوي دغه اندازه تولید د نړۍ کابو دوه سلنه زعفران جوړوي.
اوسمهال افغانستان ترکیې ته د زعفرانو د صادرولو لپاره ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه ورکوي. خو د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي چې ترکیې د افغانستان پر زغفرانو تعرفه صفر ته را ټیټه کړې ده، د دغو وزارت ویاند زیاته کړې ده چې د ترکیې هېواد اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د زغفرانو د صادراتو لپاره هم زمینه برابروي.
د دیاونې وړ دی چې هرات ولایت ته د دغو چارواکو د سفر په ترڅ کې دغلته د زغفرانو د لومړني انسټېټیوټ بنسټ هم کېښودل شو.
ټاکل شوې ده دغه انسټېټیوټ د ۵۷.۸ میلیونو افغانیو په لګښت، د ۱۳۹۸ کال تر پایه جوړ شي.
په هرات ولایت کې د دغو انیسټیوټ بنسټ په داسې حال کې ایښودل کیږي چې د یاد ولایت د زعفرانو ځینې کروند ګر، وايي چې په هېواد کې د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي سره سم، د دغه بوټي بیه تر نیمايي راټیټه شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array