برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بهرنیان دې د پوځیانو له رالېږلو ډډه وکړي

پرون په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته وو. چې د افغانستان موضوع يې هم وروسته پکې ځای کړه.


په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د سولې او هممهاله د پوځیانو د لېږلو په تړاو خبرې روانې دي، چې مشرانو جرګې يې په اړه څرګندونې کړې دي.
د دې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مشر هاشم الکوزی وايي بهرنیان دې د پوځیانو له رالېږلو ډډه وکړي او د دې پر ځای دې پر سوله تمرکز وکړي.
الکوزی وايي جګړه د حل لاره نه ده؛ بهرنیان دې دلته پوځيان نه رالېږي او په وينا يې که له افغانانو سره د همکارۍ نیت لري، نو پر سوله دې ټینګار وکړي.
په ورته وخت کې په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي هم د روانې جګړې په اړه ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې دا جګړه پوځي حل نه لري.
دغه غونډه چې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران يې ګډونوال دی، افغانستان پکې استازی نه لري، چې د افغان چارواکو په وینا دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
په ورته وخت کې ازادي راډيو په بروکسل کې د خپل همکار له خولې وايي چې د غونډې په اجنډا کې له پیله افغانستان نه و داخل؛ وروسته پکې ور اضافه شو.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مرستیال علي اکبر قاسمي بیا وايي، چې افغانان پر ناټو بې باوري شوي دي، په وینا يې ناټو له افغانانو سره لکه څومره چې لازمه وه همکاري نه ده کړې.
یاده دې وي دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزار راپور ورکړ چې په تېرو دریو میاشتو کې يې نږدې ۱۲۰۰ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.
طالبانو هم پرون، د خندق په نوم کلني عملیات اعلان کړ، چې تر اوسه يې په ګڼو ولایتونو کې د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي