برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بلخ لیجنډز لوبډلې د افغانستان غوره لیګ اتلولي وګټله

آریانانیوز: د افغانستان غوره لیګ لومړي پړاو اتلولي چې د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه د «بلخ لیجنډز» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
پایلوبه د بلخ لیجنډز او کابل ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره ترسره شوه چې په کې کابل لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې يې ۱۳۳ منډې جوړې کړې.
د بلخ لوبډلې توپوهونکو ته په کتلو یاد هدف هدف ستونزمن نه و، خو د کریس ګېل په شتون د راشد خان توپ اچونې او غوره تخنیک لوبه تر وروستي اورونو ورسوله، خو پایله کې بریا د ګلبدین نائب په شپږیزې د بلخ لوبډلې ترسره کړه، کریس ګېل مسوولانه لوبه وکړه او نیمه سلیزه یې ووهله.
په یاده سیالۍ کې د بلخ لوبډلې سوکه ځوان توپ اچونکي قیس احمد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې د افغانستان غوره لیګ تر ټولو غوره توپ اچونه یې وکړه، نوموړي د ۱۸ منډو په بدل کې ۵ ویکټې واخیستې چې له دې وړاندې د ننګرهار لوبډلې مشر بین کټینګ د ۲۲ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي سوځولي.
قیس احمد د یادې لوبډلې غوره لوبغاړی وټاکل شو، خو راشد خان چې په توپ اچونه، توپوهنه او ډګر ساتنه کې ښه وځلېد د یاد لیګ غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي ۹ ویکټې واخیستې او ترڅنګ یې ۱۷۱ منډې هم جوړې کړې.
زیاتې منډې جوړونکي توپوهونکي:
محمد شهزاد چې د پکتیا پینترز لوبډلې مشري یې کوله او لوبډله یې نیمه پایلوبه کې بهر شوه زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو، نوموړي په ۹ سیالیو کې د ۴ نیمه سلیزو وهلو سره ۳۴۴ زیاتې منډې جوړې کړې، دویم زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی حضرت الله ځاځی چې ۳۲۲ منډې او کریس ګېل چې ۳۱۵ منډې یې جوړې کړې په درېیم نمبر شو.
حضرت الله ځاځی لومړی لوبغاړی و چې په یاد لیګ کې یې سلیزه ووهله، همدا ډول لومړی لوبغاړی شو چې په یوه اور کې یې ۶ شپږیزې او په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله.
زیاتې ویکټې اخیستونکي توپ اچونکي:
په زیاتې ویکټې اخیستونکو کې لومړی توپ اچونکی د پکتیا پینترز لوبډلې لوبغاړی اسورو اودانا دی، نوموړي په ۸ سیالیو کې ۱۷ ویکټې واخیستې، په دویم نمبر دننګرهار لیپرډز لوبډلې توپ اچونکی سید شیرزاد و چې ۱۶ ویکټې یې واخیستې، د بلخ لوبډلې سوکه توپ اچونکی قیس احمد چې په پایلوبه کې غوره لوبغاړی هم شو په ۱۵ ویکټو ترلاسه کولو درېیم نمبر شو.
د ګلبهار افغانستان شل اوریزو غوره لیګ سيالۍ د اکتوبر میاشتې په ۵مه نيټه د ۵ لوبډلو (ننګرهار ليپرډز، کندهار نایټس، پکتیا پنترز، کابل ځوانانو او بلخ ليجينډز) ترمنځ په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پيل او په ۲۱م اکتوبر پای ته ورسېدې، چې په ۱۷ ورځو کې ۲۳ لوبې ترسره شوې او بلخ لیجنډز لوبډلې یې اتلولي وګټله.

شریک یي کړئ!