برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

برتانیا خپل سلګونه عسکر له افغانستان څخه وباسي

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، د برتانیا هیواد غواړي، خپل سلګونه عسکر له افغانستان څخه وباسي
د ټایمز ورځپاڼې د راپور په حواله، برتانیا هڅه کوي، په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې چې د جولای د میاشتې نیمايي ته رسېږي، خپل دېرش سلنه پوځیان له افغانستان څخه وباسي
د سرچینې په حواله، دغه پوځيان به د امریکا له هغو ۴۴۰۰ پوځیانو سره هم مهاله افغانستان پرېږدي، چې د شوي توافقنامې په بنسټ باید په لومړیو څلور نیمو میاشتو کې له دې هیواد ووزي
د راپور په بنسټ، د پاتې پوځیانو وتل به د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون له عملي کېدو سره مشروط وي او بیا به يې په اړه پرېکړه کېږي
یاده دې وي، چې برتانیا دا مهال ۱۱۰۰ سرتېري په افغانستان کې لري، چې زیاتره یې د کابل ولایت شاوخوا پراته دي او یوه وړه برخه یې په هلمند ولایت کې ماموریت ترسره کوي
د افغانستان په جګړه کې تر دمه ۴۵۶ برتانوي پوځیان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ زیات ټپيان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي