برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونه به ښارونو ته را ټول کړي

آریانانیوز: د ملي دفاع وزارت وايي دوی د ټرمپ د ستراتېژۍ د هغې برخې هم هرکلی کوي چې پر اساس به يې امنیتي ځواکونه له لرې پرتو سیمو ښارونو ته را ټول کړي.



تېره ورځ نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې نیت لري افغان امنیتي ځواکونو له کلیو را ټول او په ښارونو کې جمعه کړي.
د سرچینې په حواله دا د ټرمپ د ستراتېژۍ یوه برخه ده او په دې سره به امنیتي ځواکونو له هغو سیمو چې ګواکې لږ خلک پکې ژوند کوي هلته متمرکز شي چې ګڼ شمېر خلک اوسي.
که څه هم د راپور له نشر وروسته په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وویل چې دوی به د امریکا د ستراتېژۍ دا برخه تایید نه کړي او په وینا يې دا په لوی لاس طالبانو ته سیمې پرېښودل دي.
خو د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش وايي دوی منلې چې له لرې پرتو سیمو ځواکونو ښارونو ته را ټول کړي.
رادمنش جمهور خبري بنسټ ته ویلي، په دې توګه به د امنیتي ځواکونو تلفات کم، د طالبانو له چريکي بریدونو به خوندي او په وینا يې په ستراتېژیکو سیمو کې به متمرکز شي.
که څه هم دغه راپور پرون خپور شوی، خو محمد رادمنش وايي دوی تیار همدا اوس د غزني، پکتیا، غور او فراه له پراخو سیمو شاتګ کړی او ځواکونه يې ښارونو ته راټول کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي