برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یوه اوونۍ کې ۲۵۰ عسکر وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ ټپیان

د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د وروستیو پېښو په تړاو ولسي جرګې ور غوښتي و.


د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ملي دفاع وزیر وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو له ډلې تر ۲۵۰ ډېر وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه دعوه وکړه چې په دوولس ولایتونو کې يې د څوارلسو نظامي عملیاتو په اوږدو کې نږدې ۸۰۰ وسله وال مخالفین وژلي او نږدې ۵۰۰ نور يې ټپیان کړي دي.
هغه وویل، په تېرو اوو ورځو کې د طالبانو له لوري ۲۶۴۰ ګواښونه پېښ شوي چې پکې د ملي اردو ۱۳۱ عسکر، د پولیسو ۱۱۵ عسکر او د ملي امنیت شپږ تنه وژل شوي دي.
د بهرامي په خبره په دې بریدونو کې د ملي اردو ۲۳۹ عسکر، د پولیسو ۱۱۷ عسکر او د ملي امنیت ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په ولایاتو کې د اربکیانو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل د دوی شاوخوا ۱۰ زره پولیس د نوم لیکنې د مرکزونو د خوندیتوب لپاره ګمارل شوي دي.
هغه وویل د طالبانو اوسنۍ جګړه له دوه – درې کاله وړاندې جګړې سره توپیر لري، د ده په وینا هغوی نړیوال ملاتړي پیدا کړي دي.
د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي دعوه وکړه چې په تېره یوه نیمه میاشت کې يې اته سرتېري بریدګر او ۳۱۲تنه نور چې غوښتل يې د نوم لیکنې مرکزونه وګواښي نیولي دي.
هغه وویل له مافیايي کړیو يې هم ۱۶۱ تنه نیولي چې ۳۰ تنه يې له داعش سره اړیکي لري.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، هغوی د روانې میاشتې په پینځمه «خندق» عملیات پیل کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي