برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

افغانستان په نړۍ کې د دولسم فاسد هیواد په توګه پیژندل شوی

آریانانیوز: د شفافیت نړیوال سازمان خپل کلنی راپور خپور کړ چې پکښې راغلي دي چې افغانستان د 9 درجې په لوړېدو سره ، د دولسم فاسد هیواد په نړۍ کې پیژندل شوی...


د شفافیت نړیوال سازمان په 179 هیوادونو کې د اداري فساد په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

پدې راپور کې ویل شوي چې افغانستان په 2020 کال کې له 100 نمرو څخه 19 سره په نړۍ کې 165 مقام لري.

د راپور له مخې ، افغانستان د هایټي ، کانګو ، شمالي کوریا ، لیبیا ، ګینا ، سوډان ، وینزویلا ، یمن ، سوریه ، سویلي سوډان او سومالیا وروسته په نړۍ کې تر ټولو فاسد هیواد دی.

راپور ټینګار کوي چې افغانستان له 2012 راهیسې د فساد پروړاندې مبارزه کې 11 ټکي ، پرمختګ کړي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان په وینا ، افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې له اداري فساد سره مبارزه کې یې د پام وړ پرمختګ کړي دي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې افغانستان د پام وړ قانوني اصلاحات او نهادونه پلي کړي ، او پدې وروستیو کې یې د اداري فساد پروړاندې د نوي کمیسیون د جوړولو پلانونه په لاره اچولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي