برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان په زیاتو بریاو اسیایي هېوادونو کې لومړی مقام وګټل

آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډلې په لومړۍ سل نړیوالو یو ورځنیو سیاليو کې په زیاتې بریاو درلودلو سره د اسیایي هېوادونو لومړی او په نړیواله کچه څلورم مقام خپل کړ.


د هندوستان، پاکستان او سرېلنکا په څېر سترو هېوادونه هغه وخت افغانستان وروسته پریښودل چې په لومړۍ سلو یو ورځنیو سیالیو کې یې له پورتني هېوادونو څخه د بریا اوسط زیات شو.
افغانستان په لومړیو سلو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ۵۲ بریاوې خپلې کړي، ۴۶ یې بایللي او ۲ لوبې بې پایلې پای ته رسیدلې دي، چې بل هیڅ کوم اسیايي هېواد دغه لاسته راوړنه نه لري.
په اسیایي هېوادونو کې پاکستان په خپلو لومړۍ سلو سیالیو کې تر دې دمه لومړی و، چې ۴۲ بریاوې يې خپلې کړې وې، ۵۳ یې بایللي وو او ۷ سیالۍ بې پایلې پای ته رسیدلې وې، خو د افغانستان په وړاندېوالي دویم نمبر ته ښکته شو.
په همدې ډول هندوستان لوبډلې په خپلو لومړیو سلو سیالیو څخه په ۴۰ کې بریا، ۵۶ کې ماتې او ۴ بې نتیجې پای ته رسیدلي وو، چې سرېلنکا له اسیایي هېوادونو څخه په دغه لیست کې څلورم نمبر ده.
د نړۍ په کچه افغانستان څلورم هېواد شو چې له لومړۍ سلو سیالیو څخه یې زیاتې بریاوې حاصلې کړې دي، په لومړي نمبر د ویسټ انډیز لوبډله ده چې ۷۷ بریاوې لري، ۲۱ ماتې، ۱مساوي او یوه یې بې پایلې پای ته رسیدلې وه، په دویم نمبر سویلي افریقا او په درېیم نمبر د انګلستان لوبډله ده.
تېره ورځ افغانستان لوبډلې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې خپله سلمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه، چې د ۳ ویکټو په توپیر یې ماتې وخوړه، په دغه سیالۍ کې توپوهونکو ښه کارګردګي ونه ښودله.
فغانستان د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اپريل په ۱۹مه نېټه خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه چې د ۸۹ منډو په توپير يې ګټلې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي