برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اشرف غني له پاکستاني استخباراتو پیسې اخستې دی

آریانانیوز: وروسته له هغه چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وویل، د رحمت الله نبیل او عبدالله عبدالله د تورونو د سپیناوي لپاره به ځانګړې محکمه جوړوي؛ نبیل یې په غبرګون کې ویلي، په محکمه کې به د اشرف غني د میلیونونو ډالرو اخستنې او له پاکستاني استخباراتو سره د اړیکو اسناد راپورته کړم.
نبیل چې کلونه یې د کابل حکومت د ملي امنیت د رییس په حیث دنده اجراء کړې او دمګړۍ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی، په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « اشرف غني ګواښ کړی، چې د بریالیتوب په صورت کې به ما او عبدالله محکمې ته معرفي کوي، هغه محکمې ته چې ترورستانو ته پکې برائت ورکوي او د کمپاین سره د مرستې په صورت کې غله او مفسدین ترې ازادوي، زه وړاندیز کوم، چې ټاکنې دې یوه اوونۍ وځنډېږي، تر څو زه په یوه علني محکمه کې د اشرف غني د میلیونونو ډالرو اسناد راپورته کړم.
نبیل ددې تر څنګ په اشرف غني تور پورې کړی، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې له پاکستاني استخباراتو پیسې اخستې، د کابل پانک پخوانی رییس یې د پیسو په بدل کې ازاد کړی، له پاکستان سره یې په ډيورنډ معامله کړې او له حقاني شبکې سره یې اړیکې جوړې کړې وې.
د نوموړي په قول، داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري، چې ښيي د اشرف غني دټیم مخکښ غړي له غني سره په بډو اخستلو او فساد کې شریک دي او دی تیار دی د یوې علني محکمې په حضور کې یې ملت ته وړاندې کړي.
نبیل په پای کې اشرف غني ته ور یاده کړې، چې تر ټولو ستر قاضي انساني وجدان دی او له نوموړي یې هیله کړې، څو په خپل ګرېوان کې وګوري او د ځان جاج واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي