برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسمعیل خان غوښتنوته د طالبانو مثبت ځواب

طالبانو د یوې رسمي اعلامیې له مخې د هرات د پخواني والي او د کرزي په حکومت کې د اوبو او بریښنا پخواني وزیر هغې غوښتنې ته مثبت غبرګون ښودلی چې نوموړي (۵) ورځې وړاندې په هرات کې د یوې غونډې په مهال له طلبانو څخه کړې وه.
ښاغلي اسماعیل خان چې پرافغانستان د سرو لښکرو د یرغل په مهال په جنوب لویدیځه حوزه کې یو مشهور جهادي قومندان او بانفوذه شخصیت و تیره اونۍ یې له طالبانو وغوښتل چې که د سولې د وړاندیز په اړه د ولسمشر غني غوښتنو ته ځواب ویل نه غواړي د ده په اند له جهادي رهبرانو سره دې په دې اړه خبره وکړي تر څو په ګډه د هیواد غمیزې ته حل لاره وموندل شي.
د ولسمشر غني په ځای د پخوانیو جهادي رهبرانو په استاز ولي د ښاغلي اسماعیل خان غوښتنې ته د طالبانو مثبت ځواب د سولې په لاره کې یو هیله بښونکی اقدام دی که مثبته استفاده تري وشي .
طالبانو په تلمیحي ډول په خپلې اعلامیې کې دا هم ویلي چې دوئ د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې په واقعي ډول په هیواد کې د سولې ټینګښت او جګړې خاتمې ته لاره پرانیزي.
پخواني جهادي رهبران چې د شوروي اشغال په مهال یې د هیواد په آزادي او شوروي ځواکونو خلاف جهاد کې فعال رول درلود له بده مرغه چې د امریکايي اشغال په مهال ټول په غلط فهمي سره د امریکایانو ترڅنګ ودریدل او دوی په دې نظر وو چې امریکایان ریښتیا هم افغانستان ته د افغانانو د مصالحو د تحقق او دلته د یوه قانوني حکومت جوړولو لپاره راغلي دي.
امریکایانو په دې پلمه د هغوی له شتون څخه د اشغال په ګټه ښه استفاده وکړه تر دې چې د دوئ په خلاف جهادي مقاومت یې هم د همدې رهبرانو په خوله ناروا او امنیتي شوم تړون یې د هغوي تر نظارت لاندې لاسلیک کړ.
خو اوس چې د همدې شوم تړون له لاسلیکولو وروسته لیدل کیږي چې د هیواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلي خراب او هیواد د بحران خواته بیول کیږي هغوی پوه شول چې په افغانستان کې د امریکایانو شتون د افغانانو په ګټه نه ؛ بلکې د هغوی او د هغوي د هیواد د تباهي لپاره دی.
اوس هم که همدا پروني جهادي رهبران د هیواد د غمیزې د حل لپاره په متحدانه ډول اقدام وکړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره خپلې هلې ځلې له طالبانو سره شریکې کړي ښايي په دې لاره کې د دوئ رول تر بل هرچا موثر وي.
طالبانو هم چې د ولسمشر غني د وړاندیز په ځای د پخوانیو جهادي چارواکو غوښتنو ته مثبت غبرګون وښود ښايي لامل یې دا وي چې دهغوی په اند همدا پخواني جهادي رهبران هم د ولسمشر غني په نسبت مؤثر او هم یې د افغان غمیزي په هواري کې د هغه په نسبت هلې ځلې صادقانه وي.

شریک یي کړئ!