برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اربکيانو ګڼ شمير د قرآنکريم نسخي او دیني کتابونه وسوځول

آریانانیوز: دځایی سرچینوپه راپورونوسره سم د سمنګان ولايت په روی دواب ولسوالۍ کې اربکيانو د يو دیني عالم په کور چاپه اچولې ده او ګڼ شمير د قرآنکريم نسخي او دیني کتابونه يې سوځولي دي
راپورونه وايي چې د روی دواب ولسوالۍ اړوند نوروزي سيمه کې اربکیانو د سيمې د يو تن ديني عالم«مولوي صوفي ګلمراد» په کور چاپه اچولې ده او د هغه کور او کتابخانه يې سوځولي دي
سرچينه زياتوي چې د اور له امله د کتابخانې ګڼ شمير کتابونه او د قرآنکريم نسخې سوځېدلي دي او همدا راز د کور سامان هم زيانمن شوی دی
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د يو بل ديني عالم پچير ملا صاحب» په کور هم ګډو ځواکونو چاپه اچولې وه چې د کور سامانونه يې زيانمن کړي وو
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ديني عالمانو په کورونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې ډیری وخت ملکي وګړي د ګډو ځواکونو له لوري وژل کيږي، کورونه يې نړول کيږي او ځينې کسان ژوندي له ځان سره وړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي