برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرائیه رئیس د نړیوال خوراکي سازمان له مشر سره پر غذايي مصؤنیت خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د نړیوال خوراکي پروګرام له اجرائیه رئیس ډیویډ بیسلي سره ولیدل او پر غذايي مصؤنیت او تغذیه ئې ورسره خبري وکړې.


په دې لیدنه کي همداراز د هیواد په کچه د یاد پروګرام پر فعالیتونو او له اړمنو خلکو سره د مرستي په اړه پر راتلونکو پروګرامونو او پلانونو بحث وسو.

اجرائیه رئیس د نړیوال خوراکي پروګرام له مرستو او همکاریو، چي د کلونو په اوږدو کي ئې له افغانستان سره کړي مننه وکړه او ددې همکاریو دوام ئې وغوښتئ.

نوموړي همداراز وویل، چي افغان حکومت د غذايي مصؤنیت او تغذیې ملي اجنډا معرفي کړې او په دې برخه کي یوه لوړپوړي کمېټه هم کار کوي، او مهمه ده چي د WFP له ادرسه ددې اجنډا او کمېټې د کارونو ملاتړ وسي.

هغه زیاته کړه،‌چي یاد پروګرام دي په کور دننه له بې ځایه کېدونکو او همداراز له بهرنیو هیوادونو څخه د بیرته راستنېدونکو افغانانو سره د غذايي موادو همکارۍ وکړي.

اجرائیه رئیس په ننۍ لیدنه کي له نړیوال غذايي سازمان څخه غوښتنه وکړه، چي د فقر او لوږي په مخنیوي کي خپل پروګرامونه د افغان حکومت د پروګرامونو او فعالیتونو سره همږغي کړي.

د نړیوال خوراکي پروګرام اجرائیه رئیس ډیویډ بیسلي د هیواد له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي وویل،‌چي دوی به افغانستان کي خپلو فعالیتونو ته په نور تمرکز سره دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، چي د کابل ترڅنګ ئې نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او پلان لري، چي اړمنو خلکو ته پر ټاکلي وخت د خپلو امکاناتو په رڼا کي مرستي ورسوي.

نوموړي یادونه وکړه،‌چي دوی د غذايي مرستو ترڅنګ مستحقینو ته د حرفوي زدکړو کورسونه جوړوي او همداراز له سیلاب څخه د زراعتي مځکو د ساتني په برخه کي پروژې پلي کوي.

ښاغلي بیسلي د افغان حکومت د غذايي مصؤنیت له ملي اجنډا د خپل پروګرام ملاتړ اعلان کړی او په دې برخه کي ئې د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي