برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :
آریانانیوز: د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سویډني بنسټونو سره هر ډول تفاهم لیک لغوه اعلان کړ.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د قرآن کریم د سپکاوي په اعتراض کې به له سویډني بنسټونو سره تفاهم لیک امضا نه کړي.
دغه وزارت زیاته کړه چې موږ به له هغو بنسټونو سره چې د سویډن او سویډن د بنسټونو له خوا یې ملاتړ کیږي، تفاهم لیک امضا نه کړو.
دغه وزارت همداراز اعلان وکړ چې سویډن یو نه جبرانیدونکی جنایت کړی او د مسلمانانو احساسات یې زخمي کړي دي.