برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ میزان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په تخار کې په هوايي بریدکې ۱۶ اربکيان وژل شوی

آریانانیوز: د خبر له مخی ، افغان چارواکو د وژل شویو کسانو د کره شمېر په اړه له څه ويلو ډډه کړې، خو د تخار ولايت يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته منلې، چې په دغه هوايي برید کې دېرش اربکيان وژل شوي دي
د تخار ولايت وياند جواد هجري رسنيو ته ويلي بیگا د تخار په بهارک ولسوالۍ کې په تېروتنه پر دولت پلوو پاڅونوالو بمبار شوی او د پېښې د پلټنې لپاره سيمې ته پلاوی لېږل شوی دی
د ولايت وياند وايي، د برید هدف طالبان وو، خو په تېروتنه په کې ځايي پاڅونوال په نښه شوي دي
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې برید دولتي الوتکو کړی، که بهرنيانو.

شریک یي کړئ!
ټکي