برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

معترضانو په کابل کې

آریانانیوز: د کابل ښار دیارلسمې ناحیې اړوند دشت برچي سیمې یوشمېر اوسېدونکیو د پل‌خشک – قلعه قاضي سړک خرابوالي ته د حکومت نه پام په غبرګون کې اعتراض وکړ او دغه سړک یې اخېړ کړ.



د کوڅې ځایي وکیل طاهر خلیلي وايي، خلکو د تبعیض، د ملي یووالي حکومت او کابل ښاروالي د کم‌کارۍ له امله د اعتراض په توګه دغه سړک اخېړ کړ.
د کابل ښار د لوېدیځې څنډې اوسېدونکي احمد او سیدمحمد وايي، سره له دې چې دوی څو ځله د دغه سړک د جوړېدو غوښتنه کړې، خو چارواکیو پرې غوږ نه‌دی ګرولی. د دوی په وینا، کابل ښاروالي باید د دوی ستونزو ته پام وکړي او سړک ورته جوړ کړي.
خو د کابل ښاروالي ویانده نرګس مومند وايي، د کابل ښاروالي رغنیزو پلانونو ته په کتو دا پروژه عملي کېږي، خو دغو سړکونو ته د نه رسېدو اصلي لامل د ښاروالي بودیجې کموالی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر مدني فعالانو هم تر دې وړاندې د دشت‌برچي سړک وضعیت ته د حکومت پر بې‌پامۍ نیوکه کړې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي