برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ ثور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د۱۵ مېګاواټه لمریز برښنا پروژې دکار بشپړکیدا

آریانانیوز: د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ۱۵ مېګا واټه لمریزې برښنا د پروژې د کار د بشپړېدو خبره کوي.


د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال فضل‌الحق مشکاڼي په دی اړه رسنیو ته وویل چې په‌دغې پروژې سره به په‌دغه ولایت کې د فابریکو د برښنا ستونزه تر یو بریده هواره شي.
دی وايي:
“زموږ ډېری فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله له فعالیت پاتې دي، له دې سره هم ستونزې ټولې نه‌حلېږي، خو تر یوې اندازې به هوارې شي.”
د ښاغلي مشکاڼي د معلوماتو له مخې په‌دغه ولایت کې ۲۵۰ فابریکې شته چې له دې شمېر ۱۵۲یې فعالې او پاتې نورې یې غیر فعالې دي.
نوموړي وویل، د ولاړو فابریکو په بېرته فعالېدلو سره به ډېری کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

شریک یي کړئ!
ټکي