برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزیر نن پخپل دفتر کې د ناټو سازمان له ملکي مرستیال ښاغلي “زیمرمن” سره ولیدل

پدې لیدنه کې دواړو خواؤ د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو ټولټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.


د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس احمد “برمک” د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا ملي پولیسو له بشپړ چمتووالي او ځانګړو تابیاؤ په اړه د ناټو ملکي مرستیال ته په تفصیل سره مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي برمک همدا راز زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت لخوا د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ښه خوندیتوب لپاره بشپړ تطبیقي پلان چمتو شوی چې په مټ به یې هېوادوال وکولی شي تر څو په ډاډمن چاپېریال کې د رایې ورکولو مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.

ښاغلي برمک د خپلو څرګندونو په ترڅ کې همدا راز زیاته کړه چې په ټاکنو کې د ښځو د پراخه ګډون په موخه یې هم ځانګړې پاملرنه کړې تر څو ښځې هم د نرانو په څېر د دې ملي مسؤلیت په ادا کولو کې خپله ونډه واخلي.

ورپسې ښاغلي زیمرمن د راتلونکو پارلماني ټاکنو د خوندیتوب لپاره د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې او د امنیت په ټینګښت کې یې د افغان ملي پولیسو سرښندنې وستایلې.

ښاغلي زیمرمن پدې ورستیو کې د ناټو غړو هېوادونو لخوا له افغانستان څخه د اوږد مهال ملاتړ په اړه د کورنیو چارو وزیر ته زیری ورکړ او دا یې د افغان امنیتي ځواکونو په مورال اوچت ساتلو کې مثبت ګام وباله.

په پای کې د کورنیو چارو وزارت له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا پولیسو څخه د ناټو سازمان له کلک ملاتړ څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او د امنیت په لاټینګښت کې یې د لا ډېرو مرستو او همغږۍ په دوام ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ!