برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنسي ځورونکي پولیس به «صحرايي محاکمه» کړم

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزیر وايي په هوايي ډګر کې د مېرمنو جنسي ځورونکي پولیس به «صحرايي محاکمه» کړي.


ویس احمد برمک پرون د هوايي ډګر لپاره د ۶۰ تنو افسرانو د معرفۍ په مراسمو کې وویل، چې پولیس باید د پلټڼې په وخت محتاط واوسي، خصوصاً د مېرمنو د پلټنې په وخت کې باید له جنسي ځورونې لاس واخلي.
د کورنیو چارو وزیر ومنله چې الکولي مشروبات هم د امنیتي مسؤلینو په مرسته انتقالېږي.
هغه ژمنه وکړه چې دا امنیتي مسؤلین به پیدا کوي په وینا يې پخپل سره به يې خصوصاً هغه پخپله محاکمه کوي.
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پولیسو له لوري د جنسي ځورونې پر مخنیوي ټينګار کوي چې پر هوايي ډګر سربېره نورو ادارو کې هم مېرمنو له ورته کړنو سر ټکولی دی.
څو میاشتې وړاندې سیګار پخپل راپور کې دا هم ويلي و، چې د وژل شویو عسکرو له مېرمنو د هغوی د خاوندانو د امتیاز اخیستنې پر وخت د جنسي اړیکو غوښتنې شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي