برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ د امنیتي تصدۍ شورا ګډه غونډه ترسره شوه.

یاده ګډه غونډه چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په مشرۍ، د اوبو او برېښنا وزیر، د مالې وزارت، اقتصاد وزارت، د ټولګټو وزارت، د کانونو پیټرولیم وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسؤلینو، د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معین او د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس په ګډون جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزیر د امنیتي تصدۍ شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې د کورنیو چارو په وزارت کې د تشکیلاتي اصلاحاتو په رامنځته کولو سره د ټولو خصوصي او غیرې دولتي کمپنیو د لا ډاډمن امنیت په موخه به جدي هڅې وکړو او د امنیتي تصدیو په برخه کې به د ټولو ستونزو د حوارۍ په اړه د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له لارې ډېر ژر د تفتیش پروسه پیل کړو.



ښاغلي برمک وویل:”د ټولو دولتي او غیرې دولتي پروژو او کمپنیو د لا ډاډمن امنیت په موخه دې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت یوه بیړنۍ امنیتي قطعه جوړه کړي څو د اړتیا پر وخت کې ترې پوره ګټه پورته شي.”

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري د یاد معینیت له لورې د ۱۵۶ عام المنفعه دولتي پروژو، شرکتونو، د غېرې دولتي او نړیوالو کمپنیو د نیول شوو امنیتي تدابیرو په اړه معالومات ورکړل او د امنیتي تصدۍ شورا غړو ته یې ډاډ ورکړ چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت منسوبینو له لورې تر دا مهاله د ټولو دولتي او غیرې دولتي پروژو او کمپنیو امنیت په بشپړه توګه خوندي نیول شوی.

د غونډې په پای کې د امنیتي تصدۍ شورا غړو د ټولو دولتي او غیرې دولتي پروژو او کمپنیو د لا ډاډمن امنیت په موخه پر ټولو اړینو موضوعاتو بحث وکړ او د دولتي او غیرې دولتي پروژو او کمپنیو د لا خوندي امنیت په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د غونډې ګډون والو سره شریک کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي