برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د هرات د بندرونو له لارې په صادراتو کې ۹۸ سلنه زیاتوالی راغلی

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د تورغونډۍ او اسلام قلعه له بندرونو د صادراتو کچه ۹۸ سلنه لوړه بولي.


د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، په تېر کال کې د اسلام قلعه او تورغونډۍ له بندرونو د تېر کال په پرتله په صادراتو کې ۹۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس محمد یوسف امین وايي، په دغو صادراتو کې حیواني محصولات، کرنیز توکی، کورني تولیدات او له کانونو استخراج شوي مواد شامل دي، چې ګاونډیو هېوادونو، منځنۍ اسیا، متحده عربي اماراتو، اروپايي هېوادونو او امریکا ته صادر شوی دی.

امين د صادراتو د زياتوالي لامل د کانونو د تړونونو لاسليکول، د کانونو استخراج، په لوړ کيفيت سره د کورنيو توليداتو زياتوالى او د کرنيزو محصولاتو ښه والی، د لويو لارو د امنيت ټینګښت او د سوداګرو لپاره د ادارې له خوا د لازمو اسانتياوو رامنځته کول وبلل

د دې صادراتو لویه برخه د ځمکنیو بندرونو او همدارنګه د ریل پټلۍ له لارې ترسره شوې ده.

په همدې حال کې د هرات ولايت سوداګر غواړي چې سوداګرو ته د ويزې په برخه کې زياتې اسانتياوې رامنځته کړي، څو وکولای شي خپل محصولات بهر ته صادر کړي.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي