برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

هرات کې د زلزلې له امله تر ۲۰۰ زیات ماشومان بې سرپرسته شوي دي

اوچا اعلان وکړ چې د هرات له زلزلې وروسته ۲۴۵ ماشومان بې سرپرسته شوي دي.


د هرات د زلزلې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر په راپور کې د هغو ماشومانو شمېر چې له پېښې وروسته له سرپرست پرته پاتې دي، وړاندې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په هرات کې له وروستۍ زلزلې وروسته په دغه ولایت کې ۲۴۵ ماشومان بې سرپرسته شوي دي.

اوچا وايي، چې د دغو ماشومانو په ګډون د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو همکاران په هرات کې د وروستيو زلزله ځپلو کورنيو سره مرستې کوي.

دغه سازمان همداراز لیکلي: د ملګرو ملتونو بشري همکارانو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۹۳،۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مشر ارشاد ملک اعلان کړی و چې په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله ماشومان د نورو ډلو په پرتله زیات زیانمن شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي