برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

اوچا: د هرات زلزله ځپلي په بد حالت کې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.


د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په هرات ولایت کې د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ او خلک د ژمي لپاره لا ټینګ او با ثباته سرپناه ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور له مخې، د هرات له زلزلې ځپلو ۱۱۴ زره کسانو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه ۶.۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هماهنګ کوونکي “ډانیل پیټر اندریس” چې په دې وروستیو کې د هرات له زلزلې ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې، له دغو زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره د لومړنیو هڅو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي