برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکايي او حکومتي ځواکونو په برید 6تنه ملکیان وژل شوی او4تنه ژوبل شول

تېره شپه ناوخته د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې ګډو ځواکونو پر یوه سیمه ییز بازار چاپه واچول.


د راپورونو سره سم په دغه چاپه کې د تیلو یو پمپ وسوځول شو، یو مسجد، په یوه پارکنګ کې ولاړ ۲۲ عرادې موټر او شاوخوا دوکانونه وسوځول شول.
تر چاپې وروسته پر همدې سیمې بمبار هم شوی.
د ځاني تلفاتو په اړه ویل کیږي چې په چاپه کې ۶ تنه ملکیان چې د پمپ ساتونکي، دوکانداران او کسب کاران وو، وژل شوي دي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
یاده دې وي چې تېره شپه د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم چاپه اچول شوې او وروسته بمبار شوی چې له امله یې هلته هم د ۳۵ تنو وژل کېدو خبر ورکول کیږي.
باید وویل شي چې وړمه ورځ د سعودي په جدې ښار کې د سولې شورا له سعودي علماوو وغوښتل چې د سرتېرو بریدونو او بمي چاودنو لپاره یو مناسب شرعي پیدا کړي، خو د کنفرانس له اجنډا یې د هوايي بمباریو او شپنیو عملیاتو شرعي حکم پاتې شوی و.
طالبانو د پکتیا او ننګرهار دواړه پيښې «وحشت» او د امریکايي «اشغالګرو لخوا د خپلو لاسپوڅو په واسطه د ولسي خلکو د وژنو سلسله» بللې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکايي «اشغالګر او د هغوی داخلي مزدوران» د ملکي خلکو او عام المنفعه تاسیساتو په بمبارولو سره غواړي د ټرمپ ناکامه ستراتیژي بریالۍ کړي.
خو په وینا یې «هیڅکله به هم خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي، برعکس به د ملت له سخت غبرګون او قهر سره مخ کيږي او د دا ډول ظلمونو انتقام به ځينې اخیستل کیږي».
امریکايي ځواکونو او حکومتي چارواکو تر دې مهاله د یادو پیښو په تړاو چوپتیا غوره کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي