حصہ : افغانستان, متفرقہ -+

زمان اشاعت : شنبه, 23 اکتبر , 2021 خبر کا مختصر لنک :

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال به د مارشال دوستم ماڼۍ برخلیک څه وي؟

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست امر کړی چې د عبدالرشید دوستم ماڼۍ د ملي جنبش ګوند مشر یوه پوځي اډه شي.


د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا فضل اخوند امر کړی چې د ملي جنبش ګوند د مشرعبدالرشید دوستم ماڼۍ دې په شبرغان کې په یوې پوځي اډې بدله شي.

ملا فاضل دغه موضوع د جوزجان په مرکز کې د دوستم په ماڼۍ کې په یوه غونډه کې مطرح کړه.

ملا فاضل د دوستم سخت مخالف بلل کېږي.

نوموړی د طالبانو د پخواني حکومت د ړنګېدو په وروستیو کې په مزارشریف کې د دوستم د ځواکونو له خوا ونیول شو او متحده ایالاتو هغه ګوانتانامو زندان ته انتقال کړ.

د مزارشریف تر سقوط دمخه ، پداسې حال کې چې ډیری ولایتونه سقوط کړی و ، دوستم خبرداری ورکړ چې په شمال کې طالبان به د ملا فاضل له برخلیک سره مخ شي.

 

 

شریک یي کړئ!