آریانانیوز: د یمن په لویدیځ کې د سعودي د ایتلاف په راکټي حملو کې دوه یمني ښځې وژل شوې او درې نورې ټپیانې شوې...
د سعودي ائتلاف ځواکونو د یمن په لویدیځ د الحدیده ولایت په الحوک ښار توغندي وویشتل.
د المسیره په وینا ، لومړنۍ احصائیې ښیې چې په برید کې یو ماشوم ، یوه ښځه او درې یمني میرمنې وژل شوې او ټپیانې شوې دي.
په دې وروستیو کې ، د عین الانسانیه بشري حقونو مرکز په یمن باندې د روان یرغل 2000 ورځو په جریان کې د سعودي ایتلاف د جرمونو په اړه احصایو خپاره کړل.
مرکز اعلان وکړ: پدې موده کې د قربانیانو او ټپیانو شمیر 43،181 تنو ته رسیدلی. د قربانیانو شمیر، 16،978 دی چې په منځ کې یې 3790 ماشومان او 2،381 ښځې دي. د ټپيانو شمیر هم 206،203 ته رسېدلی ، پشمول د 4،089 ماشومانو او 2،780 میرمنو.