آریانانیوز: د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد پوځي ځواکونو د دریو کشمیري مبارزانو له وژلو وروسته د هغوي کورونه چې محاصره کړي یې وو، وسوزول.
خبر زیاتوي چې په کشمیر کښې همداشان یو هندي پوځي تښتول شوی او یو بل وژل شوی دی.
هندوستان له کلونو راهیسې په کشمیر کښې د خپلو زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ډیرې سیمې تر خپل نیواک لاندې راوستې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې څه باندې ۶۸ زره کشمیریان وژلي دي.