آریانانیوز: دعربستان په مشرۍ پوځی ائیتلاف په الحدیده او دیمن په ځینو نورو سیمو کې په سختو بمباریو سره په لسګونو ځله د دغه اوور بند خلاف ورزی کړې او د سولې خبرې اترې ئې دناکامۍ تر درشله وروستلی دی چې دملګروملتو ځانګړی استازی پرې ډیره اندیښنه ښودلې ده .
دیمن په چارو کې دملګروملتو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس په یمن کې ښکیلو لورو ته دزغم په بلنې سره د سولې دخبقرواترو دبیرته پیلیدو لپاره دمناسبې زمینې دبرابرولو غوښتنه کړې ده.
دیمن د روغې جوړې په باب دسویډ په سټاکهم کې دیمن په چارو کې دملګروملتو د ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس په مشرۍ د یمن والو لورو په شتون سره ددسمبر په شپږمه نیټه د دغه هیواد دسولې دخبرواترو څلورم پړاؤ ترسره شو او په الحدیده ولایت کې د اوور بند موافقه هم وشوه . خو تر دې دمه دعربستان په مشرۍ پوځی ائیتلاف په الحدیده او دیمن په ځینو نورو سیمو کې په سختو بمباریو سره په لسګونو ځله د دغه اوور بند خلاف ورزی کړې او د سولې خبرې اترې ئې دناکامۍ تر درشله وروستلی دی چې دملګروملتو ځانګړی استازی پرې ډیره اندیښنه ښودلې ده