آریانانیوز: د یمن په الضالع ولایت کې د سعودي ایتلاف برید د دغه هیواد د ملي اردو لخوا وځپل شو...
د المسیره په وینا ، د یمن د ملي اردو ځواکونو د یکشنبې په ورځ د الضالع په ولایت کې د مریس محور باندې د سعودي په مشرۍ د نفوذي عملیاتو مخه ونیوله او په لسګونو یې په کې ووژل.
ویل کیږي چې د سعودي ایتلاف یو شمیر قوماندانان د نفوذي عملیاتو په ناکامه عملیاتو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
سعودي ائتلاف د الحدیده ولایت ځینې سیمې هم په نښه کړې ، پشمول د هوایی ډګر او الجبالیه.
د راپور له مخې ، سعاده ولایت څو ځله د سعودي ایتلافي الوتکو لخوا بمباري شوې.