آریانانیوز: دملګروملتو دماشومانو بسپنې (یونیسف) بیګا په یوې اعلامیې کې د یمن په لویدیځ کې د الحدیده ولایت په جنوب کې په الدریهمی ولسوالۍ کې د آل سعود رژیم د نوی جنایت په غبرګون کې وئیلی دی ، دیمن د بې ګناه ماشومانو په ضد د سعودی عربستان تاؤتریخوالی بلاخره کله ختمیږی؟
راپورښئ په دغې اعلامیې کې د سعودی عربستان دغه وروستی جنایت هم محکوم شوی او وئیل شوی دی ، په یمن د سعودی عربستان د یرغلونو اصلی قربانیان بې څوکه اومظلوم ماشومان دی.
دسعودی عربستان جنګی الوتکو وړمه ورځ دیمن د الحدیده ولایت د الدریهمی ولسوالۍ په شاوخوا کې په الکوعی سیمې کې د یمنوالو کډوالو په دوو ګاډو بمباری وکړه ، چې له امله ئې په دغه جنایت کې هم ۲۷ماشومان او دوې ښځې ووژل شوې.
د اګست په نهمه نیټه هم د آل سعود رژیم جنګی الوتکو د یمن دصعده ولایت په ضحیان ښار کې دیمن د ښونځیو دماشومانو پر بس بمباری کړې وه ، چې له امله ئې ۵۵ماشومان وژل شوی او نور ۷۷کسان پکې ټپیان شوی وو.