آریانانیوز: د یوخبر له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند وویل: هندوستان د پاکستان ګاونډي دی او صلحه او امنیت د دې دواړو هیوادونو لپاره ډیر اهمیت لري.
محمد فیصل زیاته کړه: د عمران خان له وزیراعظم جوړیدو وروسته دا دریم ځل دی چې پاکستان، هندوستان ته د خبرواترو بلنه ورکوي.
هغه څرګنده کړه چې اسلام آباد هند ته په خپل دریم وړاندیز کښې د نوي ډیري مشرانو ته پاکستان ته د سفر کولو بلنه ورکړې ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د هندوستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کښې د خبرواترو لپاره دپاکستان وړاندیز دوه ځلې رد کړی دی.