آریانانیوز: د اسوشیټډپریس د راپور سره سم د هند پولیسو وویل یو شمیر ناپیژاندو وسله والو نن سهار د کشمیر د جنوب په دو کلیو کې د څو پولیسو په کورونو حمله وکړه او څلور کسان یې وتښتول . حمله کونکیو د یوه پولیس له خوشی کولو وروسته درې نور پولیس ووژل.
په دې وروستیو کی هندی عسکرو په کشمیر کې ګڼ شمیر بی ګناه ملکیان وژلی دی .
تراوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې حملې پړه پرغاړه نده اخیستی خو په وروستیو کلونو کې د لشکر طیبه په شمول ځینې ډلې له هندی عسکرو سره ښکیل دی .