برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ ثور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي دوه بېړۍ سختې زیانمنې شول

آریانانیوز: سعودي عربستان "ورانوونکي عملیات" چې پکې عمان سمندرګي کې څلور بېړۍ په نښه شوې غندي او مني چې د دغه هېواد دوه بېړۍ هم پکې زیانمنې شوې دي.


د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د مختلفو هېوادونو څلور باري بېړۍ د دغه هېواد ختیځو اوبو کې او فجیره بندر ته نږدې له “ورانوونکو عملیاتو” سره مخ شوې دي.
د سعودي د انرژۍ وزیر خالد فالح وايي، دوه تېل وړونکې بېړۍ یې چې له عمان سمندرګي تېرېدلې دغو عملیاتو کې سختې زیانمنې شوې:
“خو کوم کس زیانمن شوی نه دی او نه هم سمندر ته تېل لیګ شوي دي”.
د هغه په خبره، د سعودي یوې بېړۍ د دغه هېواد له تنوره راس بندر خام تېل خلیج کې امریکايي مشتریانو ته لېږدول.
د سعودي خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلی فالح په بیان کې دا عملیات غندي او د نړۍ د تېل تولیدوونکو د امنیت او د سمندري تګ د ازادۍ لپاره یې ګواښ بولي.
نوموړی د تېل وړونکو بېړیو امنیت او د سمندري تګ خوندیتوب د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت بولي او زیاتوي چې دا ډول پېښې د انرژۍ بازار اغېزمنولی او د نړۍ اقتصاد ګواښمنولی شي.
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم په بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هر هغه چا په وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي چې په سمندر کې د بیړیو تګ راتګ له خطر سره مخامخ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي دا پيښه پرون سهال مهال رامنځته شوې او په ترڅ کې یې څلور بیړۍ زیانمنې شوې دي.
دا پيښه الفجیره امارت ته نږدې او د هرمز تنګې ته څیرمه شوې، هغه تنګی چې په نړۍ کې د تیلو او ګاز د لیږد مهمه لاره بلل کیږي.
د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې د دې زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې ځاني زیان نه لري او نه زیان رسوونکي مواد له بیړیو وتلي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه