آریانانیوز: په سویلي سعودي عربستان کې د ملک خالد پر اډه د دوه یمني بې پیلوټه الوتکو لخوا برید وشو...
ځینو سعودي رسنیو په دغه هیواد د هوایي برید خبر ورکړ.
د راپور په وینا ، دوه بې پیلوټه الوتکې د یمني انصار الله لخوا جیزان او خمیس مشیط ته استول شوې له منځه وړل شوې دی.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سريع هم په دې تړاو وویل چې ، د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې د ملک خالد پر اډه د دوه صماد ډرون برید وشو.
هغه زیاته کړه: دا برید په ډیردقت سره ترسره شوی او د روان محاصرې او د بریدګرو حملو په ځواب کې و.
دا په وروستیو ورځو کې په ملک خالد هوایي اډه د یمني دوهم برید دی.