برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هند کې د تابعيت ناندريز قانون پر ضد مظاهری

آریانانیوز: درسنیودراپورنوپه اساس د هند پارلمان له لوري د تابعيت ناندريز قانون پر خلاف د پلازمېنې نوي ډيلي سربېره په ګڼو ښارونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې دي
د نوي ډيلي جامعه ملت اسلاميه پوهنتون محصلينو د پوليسو موټر سوځولي او پوليسو هم پر لاريونوالو ډزې کړي دي
د کانګريس ګوند رهبري مشرې پريانکا ګاندي حکومت د محصلينو په توهينولو تورن کړی او حکومت يې ظالم بللی دی
پريانکا ګاندي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، پوليس له وسلو او دنډو سره پوهنتون ته داخليږي، هلته محصلين ډبوي او په دې اړه د محصلينو او خبريالانو د غږ خاموشه کولو هڅه کوي او زياته کړې يې ده، چې دا يو ظالم او بې غیرته حکومت دی
د پلازمېنې نوي ډيلي سربېره د هند په ګڼو سيمو کې د دغه ناندريز قانون پر خلاف له تاوتريخولي ډکې مظاهرې روانې دي، پارېدلي لاريونوال د پوليسو پر مرکزونو، ريل ګاډو او بس تم ځايونو د ډبرو ګزارونه کوي او پوليس د لاريونوالو پر خلاف اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ کاروي او په ځينو ځايونو کې پر لاريونوالو ډزې هم شوي دي
لاريونوال وايي، دا قانون د مسلمانانو خلاف جوړ شوی دی او بايد لغوه شي
د هندي پارلمان په نوي قانون کې څه راغلي؟
د هند پارلمان په خپل نوي قانون کې پرېکړه کړې، چې له پاکستان، بنګلادېش او نورو هېوادونو ورتلونکو غیر مسلمانو خلکو ته تابعيت ورکوي، په داسې حال کې، چې څو مياشتې مخکې د هند سترې محکمې د حکومت په غوښتنه د هند په شمال اسام او نورو ايالتونو کې نږدې دوه ميليونه مسلمانان له تابعيته محروم کړل
په هند کې شاوخوا ۳۵۰ ميليونه مسلمانان ژوند کوي، چې رسنۍ يې لږه کي بولي، خو هندي مسلمانان وايي، دوی دوهم لوی اکثريت دی، چې بايد حقونو ته يې درناوی وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي