برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هند کی پر معترضو محصلینو برید

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د هندوستان په پلازمینې نوې ډیلي کښې غیرمسلمان لږکیو ته د ښاریزتوب د حق د ورکړې د لایحې په تصویبیدو باندې د جامیا میلیا اسلامي پوهنتون د محصلینو اعتراض د امنیتي ځواکونو له تشدد سره مخامخ شو.
عیني شاهدانو ویلي چې یوشمیر محصلین د هند د امنیتي ځواکونو په لاس زخمي شول.
په نوي ډیلي کښې د جواهر لعل نهرو پوهنتون محصلین هم په یادې لایحې باندې په اعتراض کښې د پولیسو د مرکزي قومندانۍ مخې ته راغونډ شول.اخوا د علیګړ اسلامي پوهنتون محصلینو هم اعتراضي تجمع وکړه.
د ویلو ده چې د هندوستان سینیټ تیره چهارشنبه له ګاونډي هیوادونو څخه هندوستان ته کډه شویو غیرمسلم اقلیتونو ته د ښاریزتوب د ورکړې لایحه تصویب کړه چې مسلمانان په کښې نه دي شامل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي