برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په جاپان کې د کرونا ویروس لومړنۍ قربانۍ

آریانانیوز: دیوراپور سره سم د جاپان روغتیا وزیر تایید کړه چی په جاپان کې له کرونا ویروس یوه اتیا کلنه میرمن چی د ټوکیو په خوا کې میشته وه ، وژل شوی ده.



له بلې خوا راپورونه وایی چی په چین کښې د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو او په دغه وایروس د ککړیدونکو کسانو شمیر په زیاتیدا دی
دا په داسې حال کښې دي چې د چین حکومتي چارواکو د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو او په دغه وایروس د ککړیدونکو کسانو د ګڼلو روده بدله کړي ده
دغه چارې دغه اندیښنه رامینځته کړي ده چې کورونا وایروس له هغه څه چې راپورونه یې ورکول کیږي ډیر زیات خپور شوی
په چین کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه دیارلس سوه پینځه پنځوس کسان وژل شوي او څه د پاسه څوارلس زره اته سوه څلویښت کسان په دغه وایروس ککړ شوي دي چې حکومتي چارواکو دغه شمیر تائید کړی دی .په ټول چین کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر کابو شپیته زره تنه دی
ځینې راپورونه وايي چې امریکا په چین کښې کورونا وایروس خپور کړی چې د دغه هیواد اقتصاد تباه کړي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي