برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ترکیه کې ۱۸۰۰۰ مامورین په یوه فرمان له دندو ګوښه شول

ترکي چارواکو یو فرمان صادر کړی چې پر اساس یې تر ۱۸۰۰۰ زیات مامورین له دندو لیرې شوي.


د ترکیې رسمي جریدې پرون د ۱۸۶۳۲ کسانو نوملړ خپور کړی او ټول یې له دندو ګوښه شوي اعلان کړي. د ګوښه شوو کسانو ډیری هغو د پولیسو او پوځ په لیکو کې دندې ترسره کولې.
دا بې ساری فرمان د ولسمشر رجب طیب اردوګان د وفادارۍ سوګند نه، چې ټاکل شوې سبا ترسره شي، یوه ورځ مخکې صادر شو.
ښاغلي اردوګان د تېرې میاشت په وروستیو کې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او سر له سبا به له پراخو واکونو او صلاحیتونو سره د ولسمشرۍ بله دوره پیل کړي.
د یاد فرمان له مخې ۱۹۹ تنه د مختلفو پوهنتونونو اکاډمیک شخصتونه او د وسلوال پوځ تر ۵۰۰۰ زیات کارکوونکي او شاوخوا ۹۰۰۰ پولیس په کور کښینول شوي.
د ګوښه شوو کسانو په نوملړ کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه د عدلیې وزارت او ۶۵۰ تنه د روزنې وزارت مامورین دي.
په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا نه وروسته د دې هیواد په مختلفو ارګانونو کې ۴۰۰۰۰ حکومتي مامورین د (فتح الله ګولن) تنظیم سره د تړاو په تور زنداني شوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر د احصائیې پر اساس، له یادې ناکامې کودتا وروسته شاوخوا ۱۶۰۰۰۰ مامورین له دندو ګوښه کړل شوي.
که څه هم د ترکیې د واکمن ګوند مخالفین د ملکي او نظامي مامورینو د ګوښه کولو دا لړۍ غندي، خو حکومتي چارواکي یې د هیواد د ثبات په لار کې اړین اقدام ګڼي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي