برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په اندونيزيا کې د زلزلې د مړو شمير تر ۱۲۰۰ واوښت

آریانانیوز: د تيرې جمعې په ورځ د اندونيزيا په ساحلي ټاپو سلاويسي کې د يوې نسبتاً زوروې زلزلې او سونامي تلفات تر ۱۲۰۰ څخه زيات شوي دي.



په لومړي سر کې د مړو تلفات ۵۰ ښودل شوي وو خو دغه شميره د وخت په تيريدو او د جسدونو په موندلو لاپسې پورته تلله او وروستي معلومات ښيي چې تلفات ۱۲۳۴ ته رسېدلی دی.
د اندونيزيا طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې د شنبې په ورځ ويلي وو چې په دغه پيښه کې ۳۸۶ تنه وژل شوي دي او د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو اندېښنه يې ښودلې وه.
د الجزيزې تلويزيون د تازه راپور له مخې ددغې سونامي او زلزلې په تلفاتو کې د طبي کارمندانو او د ژغورنې ډير کسان هم قرباني شوي دي.
د مرستې رسونې سيمه ييز چارواکي وايي چې په زيانمنو شويو سيمو کې بيړنی وضعيت اعلان شوی دی او په خپل وخت زيانمنو شويو کورنيو ته د نه لاسرسي له امله ښايي د مړو په شميره کې زياتوالی راشي.
مرستندويي مؤسسې وايي تمه ده چې ددې اوونۍ تر پايه ټولو زيانمنو سيمې ته مرستندويه ډلې ولېږل شي.
ددغه پيښو له امله نږدې دوه سوه زره اندونيزيان بې ځايه شوي دي او نورو ښارونو ته تللي دي.
د اندونيزيا طبيعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي چې په دغه ټوله سيمه کې ۱،۴ ميليونه خلک او نږدې درې لکه کورنۍ اوسيږي چې ۱۷۰۰ يې زيانمنې شوې دي.
د يادونې وړ ده چې په اندونیزيا کې تر دې وړاندې هم څو ځله زلزلې شوي دي چې له ګڼو خلکو ته يې مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
په ۲۰۰۴ کال کې هم په اندونيزيا کې سونامي او زلزلې د سوماترو ټاپو سخته ويجاړه کړه چې له امله يې ۲۲۶۰۰۰ کسان ووژل شول چې ۱۲۰۰۰۰ يې اندونيزيايان وو.

شریک یي کړئ!