برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په امريکه کښې ۳۳ تنه ووژل شول

آریانانیوز: د امريکې د وسله ايزو تاوتريخوالو د شمېرنې د ثبتولو مرکز د دغه هېواد په مختلوف سيمو کښې د ډزو له کبله د ۳۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړ. د امريکې د وسله ايزو تاوتريخوالو د شمېرنې د ثبتولو مرکز نن رپوټ ورکړ په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د ډزو ۷۵ واقعات شوي دي چې له امله يې لږ تر لږه ۳۳ تنه مړۀ او ۵۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
د دغه رپوټ له امله دغه زياتره ډزې په ويسکانسين، پېنسېلوانيا او ايلينوي ايالتونو کښې شوي دي.
دغه مرکز همدارنګ رپوټ ورکړ چې په تېرو اته څلوېشت ګېنټو کښې هم په مختلفو ايالتونو او ښارونو کښې ۱۹۱ د ډزو واقعات رامنځته شوي دي چې په نتيجه کښې ۷۱ تنه مړۀ او ۱۲۲ ژوبل شوي دي.
هر کال په زرګونو امريکايان د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې په ډزو سره وژل کيږي يا زخمي کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي