برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په اسیايي المپیکي سیالیو کې چین تر نورو هېوادونو مخکې دی

آریانانیوز: په جاکارتا کې د روانو اسیايي المپیک سیالیو په لړ کې چین د ۱۹۳ مډالونو سره تر نورو هېوادونو مخکې دی.


په دغو سیالیو کې چین د ۸۸ سرو زرو، ۶۲ سپینو زرو او ۴۳ بُرونزو مډالونو سره لومړی، جاپان د ۴۳ سرو زرو، ۳۷ سپینو زرو او ۵۷ بُرونزو مډالونو سره دوهم او کوریا بیا ۲۹ سرو زرو ۳۷ سپینو زرو او ۴۴ بُرونزو مډالونو په ګټلو سره په درېیم ځای کې دی.

د اندونیزیا په کوربه‌توب په اسیايي المپیکي سیالیو کې تر دې مهاله له شااوخوا ۵۰ ګډون کوونکو هېوادونو نه ۳۵یې د مډالونو په ګټلو بریالي شوي دي.

په دغو سیالیو کې ۶۵ افغان لوبغاړي چې ۸يې ښځینه دي په ۱۴ ورزشي برخو کې ګډون لري چې تر دې مهاله افغانستان يوازې په تکواندو کې د خالد هوتک په وسیله د بُرونزو يو مډال ګټلی دی.

دغه سیالۍ د اګسټ په ۱۸مه نېټه پېل شوي چې د سېپټمبر تر ۲مې نېټې پورې به په جاکارتا کې روانې وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي