برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پر یمن باندی دسعودی تیریګرائتلاف دبمباریو دوام

آریانانیوز: درسندیوپه راپورد سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په یمن باندې د هوايي حملو په دوام کښې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د دغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو باندې څلورڅلویښت ځله بمبارې وکړې
دغه بریدونه د یمن په مرکز کښې په صنعا ، مارب ، البیضا او په لویدیځ کښې په الجوف او صعده ولایتونو شوي دي .
سعودي عربستان پرون د یمن د پلازمینې صنعا په جنوب کښې په النهدین سیمې دوه ځله بمبارې وکړې .
دغه راز د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د سعودي عربستان د ائتلاف د حملو او د جنایتونو په وړاندې د عربي نړۍ او د نړیوالې ټولنې په چپتیا نیوکه وکړه .
هغه د یمن په وړاندې د ملګروملتونو په دوه ګوڼوالي او د سعودي عربستان د ائتلاف د اقداماتو په مقابل کښې د دغه ادارې په سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل هغه وخت چې د یمن ملت حملو ته په ځواب کښې په خپل حق عمل کوي نو ملګري ملتونه او نور هیوادونه قلم په لاس کښې اخلي او د غندنې بیانیې خپروي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي