برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پریمن باندی دسعودی ائتلاف توغندوی برید

آریانانیوز: دسعودی ائتلاف قواو دیمن په شمال کی څواستوګنځی سیمی اوڅوکلیوپه نښه کړه.
دالمسیری خبری چینل په راپورکی راغلی دی چی دسعودی ائتلاف په توغندیزبریدکی د صعده ولایت د رازح سرحدی په ولسوالی کی یوشمیر ملکی کسان وژل او ژوبل شوی دی.
دعین الانسانیه دبشری حقوقومرکزپه نوی احصایی کی دیمن دجګړی په ۱۷۰۰ورځی دځانی اومالی تلفاتوپه اړه خپره کړی دی .
سعودی ائتلاف د۲۰۱۵ میلادی کال د مارچ میاشتی اود۱۳۹۴ لمریزکال د وری په میاشتی کی تراوسه پوری پریمن باندی له ۵۰۰۰نه زیات هوایی برید او همدارنګه په سل هاوسمندری اوځمکنی بمبارونه ترسره کړی دی .
په دغه بریدونه سربیره دبیخ بنیانودویجاړولو دزرهاوکسانودوژنی سبب شوی دی .
دبشری حقوقودغه مرکز چی ځان یی خپلواک ګڼی دیمن دجګړی دتاوانونو په اړه پړاویز راپورونه خپروی وایی ددغی وخت په بهیرکی د متجاوز ائتلاف دنیغ په نیغه بمباران په پایلی کی ۴۲۳۵ملکی کسان وژل او ژوبل شوی دی .
ددغه راپورپه اساس دملکی کسانوشمیر۱۶۴۴۷ تنوته رسیږی چی په هغوی کی ۳۶۷۲ ماشومان او۲۳۳۷ ښځوپکی شامل دی .
دټپیانوشمیر اوهغه کسان چی معیوب شوی دی ۲۵۶۸۸تنوته رسیږی چی ۳۸۵۶ماشومان او۲۶۸۵ نورښځی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي