برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پرسعودی ځواکونوباندی د يمنيانو توغنده اي برید

آریانانیوز: د راپور په اساس د يمن د وسله والوځواکونو وياند جنرل يحيی السريع پرون وويل، په «قاصم» نومې توغندي سره په الجوف صوبه کښې د سعودي د ګوډاګيو ځواکونو په سنګرونو باندې په حمله کښې په لسګونو سعودي ګوډاګيان مړۀ او ژوبل شول.
هغه يادونه وکړه چې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ په پوله ايزو سيمو کښې د سعودي تالي څټو له پرمختګ څخه مخنيوے وکړ.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

شریک یي کړئ!