برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ ډیر دروغجن سړی دی

آریانانیوز: هیل اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ دامریکا د مشرانو د جرګې سینا غړی برنی سینډرز(Bernie Sanders) په ولسمشر ټرمپ سخنې نیوکې سره وویل ډونالډ ټرمپ رایو ورکونکوته د روانی ناروغانو په شان په  دروغ ویلو سره دوکه ورکوی.


دامریکا له ډیموکراټ ګوند سره غږمله خپلواکه سناتور برنی سینډرز ډاګینه کړه ولسمشر ټرمپ د روانی ناروغانو په شان دروغ وایی او د کارګرانو دپرګنې رایو ورکونکو ته له دروغو په ډکو خبرو سره دوکه ورکوی .
هغه بیګا په میشیګان ایالت کښې په یوې(۱) انتخاباتی غونډې کښې د امریکا دشتمنو خلکو په ګټه د مالیاتو د قوانینو او د اوباماکیر(Obamacare) په نوم د درملنې د ملاتړ دپروګرام د لغوه کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ هڅو ته په اشارې سره  ټینګار وکړ کله چې ټرمپ میشیګان ایالت ته ورغی نو د ددغه ولایت او دامریکا دنورو  ایالتونو له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې دټولو لپاره د  درملنې او د روغتیا اسانتیاوې برابرې کړی خو هغه یوازې دروغ ویل .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اګست دمیاشتې په دوهمه(۲) نیټه راپور ورکړی وو ولسمشر ټرمپ په تیرو  پینځه سوه اته پنځوس(۵۵۸) ورځو کښې څلور زره او دوه سوه نهویشت (۴۲۲۹)ځله دروغ ویلی او  ناسمې ادعاګانې یې کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي