برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ او اردوګان د خاشقجي د وژنې د ټولو جزياتو د ښکاره کولو پرېکړه

آریانانیوز: د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان او د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوکړه  کړې، چې د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې ټول اړخونه به نړيوالو ته ښکاره کړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو تېره شپه د ټيليفوني اړيکې پر مهال هوکړه، چې د خاشقجي د قضيې ټول اړخونه به ښکاره کړي او هېڅ به په کې پټ  پاتې نشي.
د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې اردوګان له ټرمپ سره د دغو ټيليفوني اړيکو پر مهال منلې، چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې ټول اړخونه باید روښانه شي او نړيوال ترې خبر شي.
ټرمپ او اردوګان دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د ترکيې ولسمشر تېره شپه ويلي و، چې د سه شنبې په ورځ به د خاشقجي د وژنې ټول اړخونه د رسنيو له لارې «په مختلفه طریقه» اعلان کړي.
اردوګان تېره ورځ استنبول کې د يو شمېر پروژو د پرانيستې پر مهال وويل، چې «پنځلس کسان له سعودي دلته څنګه راغلل او اتلس کسان څنګه په سعودي نيول شوي دي؟ په دې اړه بايد ټول جزيات روښانه شي.»
د ترکيې ولسمشر دا هم ويلي، چې دی به په دې اړه ټول جزيات د عدالت او پرمختګ ګوند پارلماني کمېټې ته په يوه نوې او مختلفې بڼه خپاره کړي او هېڅ به پټ پاتې نشي.
ترکي او عربي رسنۍ د ترکي چارواکو له خولې وايي، د جنايي څېړنو مسؤولين دې پایلې ته رسېدلي، چې خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د سعودي په قونسلګرۍ کې په عمدي توګه وژل شوی دی.
سعودي منلې، چې  جمال خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې د فزيکې شخړې پر مهال وژل شوی، خو په دغه وژنه کې د ولي عهد محمد بن سلمان لاس ردوي.
د سعودي د انکار سربېره هم امريکا، ترکيې او ګڼ شمېر نورو دولتونو د خاشقجي د قضيې په اړه د سعودي څېړنيز راپور درواغ بللی او غوښتنه يې کړې، چې  سعودي دې په اړه رښتيني معلومات له نړيوالو سره شريک کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي